Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان ښځې له ټکنالوجي سره سمې بلدې نه‌دي

ابزارهای-فن_آوری-1-qsn5hv9jzdv02zj8nksqjbwao18mx96jlthwu03b7s

له ۴۲ افغان ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې هغوی له ټکنالوجي او د هغې له اړوندو وسیلو سره سمې بلدې نه‌دي. د دغو ښځو له ډلې ۱۵ هغه یې په کابل او ۲۷ نورې یې په ولایتونو کې اوسېږي. نهه ښځې وايي چې د ټکنالوجي پر کارولو هېڅ نه پوهېږي. دغه ښځې وايي چې ناچاري، بې‌سوادي، نه پوهاوی، په کم عمر کې ودېدل او کورنۍ جګړې لامل شوي چې دوی له ټکنالوجي نه لرې پاتې شي.

د کاپیسا اوسېدونکې شریفه چې ۴۱ کلنه ده وايي، بې‌سواده ده او ټکنالوجي نه‌شي کارولی. هغه زیاتوي: «زه نه پرمختللی او نه هم ساده ټیلیون لرم؛ موبایل مې د بچیانو دی. کور کې مې چې په‌کار شي، بیا دوی زنګ ووهي او ما ته یې لاس کې راکړي. کله مې چې بچیان کور کې نه وي، له ستونزو سره مخامخ یم.»

کورني محدودیتونه هم له ټکنالوجي څخه د یوشمېر ښځو د لرې پاتې کېدو لامل شوي دي. د فاریاب اوسېدونکې ناجیه چې کورنۍ یې محدودیت پرې لګولی، وايي: «زه ټکنالوجي نه‌شم کارولی؛ ځکه ورسره بلده نه یم. موږ په کلیو کې اوسېږو او ان د ټیلیفون اجازه هم نه‌لرو. کمپیوټر او نور وسایل خو هېڅ نه پېژنو. زما خوښېږي چې له ټکنالوجي سره بلده شم، خو هېڅ امکانات نه‌لرم.»

د کابل او کندوز اوسېدونکې ملالۍ صاحب‌زاده او زربانو وايي، کورنۍ جګړې او ټکنالوجي ته نه لاسرسی لامل شوی چې افغان ښځې یې په اړه معلومات ونه لري او نه یې هم وکارولی شي.

ملالۍ وايي: «له کله نه چې موږ زېږېدلي یوو او را لوی شوي یوو، تل له کورنیو او بهرنیو جګړو سره مخ وو او دا لامل شوي چې موږ له علم او ټکنالوجي څخه لرې پاتې شوو.»

زربانو هم وايي: «ما خپله هېڅ ټکنالوجي نه‌ده کارولې، خو نور مې لیدلي چې کاروي یې؛ زه یې هېڅ نه پېژنم چې ټکنالوجي څه ده او د څه لپاره کارېږي. زه وایم همدا د برښنا ستنو او د ټلوېزیون انتنونو ته به وايي؛ ښايي همدغو ته به ټکنالوجي وايي؛ ځکه زه سمه نه پوهېږم.

د دغو ښځو له ډلې ۳۳ هغه بیا یوازې پرمختللي موبایلونه کاروي او ۱۱ یې وايي چې د ټیلیفون کارونې یې پر ژوند مثبت اغېز کړی دی.

په سمنګان کې یوه ښوونکې فرېبا امیني وايي، د پرمختللي ټیلیفون په کارولو سره خپل شخصي ژوند او کاروبار پر مخ بیايي. نوموړې زیاتوي: «شپږ کاله کېږي چې د اړیکو لپاره موبایل کاروم. زه یوه ښوونکې یم، باید د زده‌کوونکو له مور او پلار سره په اړیکه کې واوسم. همدارنګه، د درسي توکو او د زده‌کوونکو د پوهولو را پوهولو لپاره یې موبایل کاروم.»

یوه نجلۍ حدیثه بیا وايي چې د پرمختللو ټیلیفونونو په کارېدو سره د اړیکو او زده‌کړو تر څنګ، کارونه هم چټک شوي دي. هغه زیاتوي: «موبایل د اړیکو او زده‌کړې لپاره کاروم، خو تر هر څه مهم یې زما کارونه اسانه کړي؛ ځکه زه یوه خیاطه یم او کولای شم چې د موبایل له لارې د جامو کتلاکونه ترلاسه او له مخې یې جوړې کړم.»

درېوو نورو ښځو ویلي چې ډېره کمه او یوازې د اړیکو لپاره ټکنالوجي کاروي. تمنا وايي: «دوه کاله کېږي چې پرمختللی ټیلیفون کاروم. زه د موبایل له لارې له خپلې خواښې، ندرور او خاوند سره غږېږم، نور یې نه کاروم. یوازې د کورنۍ تصویرونه پرې اخلم.»

د ۳۳ ښځو له ډلې چې ډېره کمه ټکنالوجي کاروي، څلورو یې ویلي چې د کلتوري خنډونو او محدودیتونو له کبله پرمختللي موبایلونه نه کاروي. دوی وايي چې دغه محدودیت د کورنۍ او ټولنې له لوري پرې لګول شوی دی.» د تخار او سرپل اوسېدونکې مرسل او خدیجه وايي:

«یوازې په کور کې موبایل کاروم او د باندې یې هېڅ نه وړم؛ ځکه خلک خبرې کوي او وايي ځوانه نجلۍ موبایل لري. د تخار ډېری نجونې تر هغه یې چې کوژده یا واده نه وي کړي، موبایل نه لري.» «ډېر مې خوښېږي چې موبایل وکاروم، خو تر هغه چې کوژده یا واده ونه کړو، اجازه یې نه‌لرو او په ان په لاس کې یې هم نه اخلو.»

په همدې حال کې ۱۲ نورې ښځې چې ټکنالوجي کاروي وايي، د انټرنېټ لوړه بیه او کمزورتیا دوی د ټکنالوجي کارولو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کوي.

د کابل اوسېدونکې دیبا وايي: «موږ هغو پرمختللو وسایلو ته لا لاسرسی نه‌لرو چې په نړۍ کې شته او یوازې موبایل او کمپیوټر ته لاسرسی لرو. د انټرنېټ لوړې بیې مو هم د ټکنالوجي د کارېدو مخه نیولې ده.»

د هرات اوسېدوکې روقیه حسیني هم وايي: «هو، زه پرمختللی موبایل کاروم او په کومه دوره کې چې موږ ژوند کوو، د موبایل لرل حتمي دي او د انټرنېټي کڅوړو بیه ډېره لوړه، خو کار یې کمزوری دی. د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د انټرنېټ بیه ډېره لوړه ده.»

حدیثه او زرغونه چې ټکنالوجي کاروي، له سایبري بریدونو وېره لري. دوی وايي: «موږ ټولې نجونې وېرېږو چې ټکنالوجي ورځ تر بلې پرمختګ کوي او مغرض کسان زموږ موبایلونه هک او شخصي تصویرونه مو ترلاسه نه‌کړي. دا ښځینه‌وو ته جدي ګواښ دی او موږ ورته اندېښمنې یوو.» «ځینې وخت له ما غوښتنه کېږي چې یو بل وټساپ هم جوړ کړم او زه دا وېره لرم چې معلومات مې هک نه‌شي.»

بله‌خوا د ښځو حقونو فعالانې او د ټولنپوهان وايي چې په اوسنۍ نړۍ کې ټکنالوجي ته د ښځو لاسرسی اړین دی.

د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «نن سبا ټول پرمختګونه د علم او ټکنالوجي پر مټ کېږي او هغه مېرمنې چې مخکې یې علم او تخنیک ته لاسرسی درلود، ښې وې، خو اوس ښځې له زده‌کړو بې‌برخې دي او کله چې د زده‌کړو اجازه نه وي، له ټکنالوجي سره به څنګه بلدې شي.»

ټولنپوه شفیق‌الله انصار وايي: «ښځې د ټولنې لویه برخه جوړوي. که ټکنالوجي وکارولی شي، د ښوونې او روزنې برخه کې ښه پرمختګ کولای شي، خو هغه ښځې چې له علم او ټکنالوجي څخه بې‌برخې دي او بیا خپل ماشومان هم روزي؛ نو د ټولنې د بې‌سوادۍ لامل کېږي.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي چې د مثتبو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي چې د ټکنالوجي او ټولنیزو رسنیو کارېدل له اسلامي قواعدو سره برابر کړي. نوموړی زیاتوي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت ارزونې ښيي چې ټکنالوجي د خلکو د ژوند پر ډول پوره اغېز کړی او په تېرو شلو کلونو کې ترې داسې ګټه واخیستل شوه چې له اسلامي او افغاني کلتور څخه لرې وو.»

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم یا اترا ادارې ویاند جلال‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې ۲۵ میلیونه افغانان مخابراتي سیمکارتونه کاروي او ۱۳ میلیونه یې هم انټرنېټ ته لاسرسی لري، خو دا چې څومره یې ښځینه دي، دا اداره یې په اړه معلومات نه‌لري.

نوموړی زیاتوي: «د افغانستان غوندې ټولنه کې نارینه سیمکارت په خپل نوم اخلي او بیا یې کورنۍ ته ورکوي؛ ځکه خو د ښځینه‌وو په نوم د ثبت‌ شویو سیمکارتونو مشخصې شمېرې نشته.»

د یادونې ده چې له ټکنالوجي سره بلدتیا او د هغې کارول نن سبا د پرمختللو ټولنو بنسټیزې اړتیاوې ګرځېدلي، خو افغان ښځې په دې برخه کې له بېلابېلو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخ دي. ټولنیز او کلتوري دودونه، محدودیتونه او زده‌کړو ته ناانډوله لاسرسی هغه لاملونه دي چې له ټکنالوجي سره او د هغې له کارولو سره د ښځو د بلدتیا مخه یې نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام