Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایرانه د افغانانو را اېستلو بهیر چټکتیا؛ کډوال: پولیس ناوړه چلن کوي

یی

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال او د نورو هېوادونو اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې له دغه هېواده شړل شوي، له کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلن او د اېستلو بهیر د ګړندي کېدو خبر ورکوي.

نوراحمد او نظري دوه هغه افغان کډوال دي چې په ایران کې ناقانونه ژوند کوي وايي، پولیسو په وروستیو ورځو کې د کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دی ترې پټ کار ته ځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: دلته کاري شرایط ډېر سخت شوي؛ هېڅ کار نه راکوي. یوه دوه میاشتې درنه کار اخلي، بیا دې پیسې نه درکوي او وايي، ځه لاس دې خلاص چې هر ځای ځې او هر چا ته وایې. پوهېږي چې هېڅ مو له وسې نه کېږي. ان په کارخونه کې دې امنیت نشته، خپله دې پولیسو ته په لاس ورکوي.

نظري هم وايي: «د کارګرو نیول خپل اوج ته رسېدلي؛ نانوايانې ډوډۍ نه راکوي. ایرانیان چې پوه شي، افغان یې، له کوم دلیل پرته دې وهي ډبوي؛ ټیلیفون او نور وسایل دې اخلي. د کار خاوند دې پیسې نه درکوي او دې ته په تمه دي چې را وامو ړوي، له پیسو نور هېڅ خبر نشته.»

ایران په دې وروسیتو کې اعلان کړی چې په تېرو لسو ورځو کې یې ۱۷۸۸ افغان کډوال چې د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان کې اوسېدل او د استوګنې قانوني سندونه یې نه لرل، نیولي او افغانستان ته یې را اړولي دي.

هغه افغان کډوال چې په وروسیتو دوو میاشتو کې له ایرانه را اېستل شوي وایي، له نیولو وروسته یې ټول وسایل ترې اخیستل کېږي او د کډوالو په ځانګړو کمپونو کې په اوونیو اوونیو لوږه او تاوتریخوالی زغمي. نذیراحمد او مصطفی چې په دې وروستیو کې له ایرانه را اړول شوي، وایي:

«دوه کاله په ایران کې وم، بیا راواړول شوم. په کار کې وم چې ویې نیولم او کمپ ته یې راوستم. موږ به یې وهلو ډبولو؛ ډوډۍ به هم نه رارسېده. یوه میاشت هلته وو، پیسې او ټیلیفونونه یې رانه واخیستل؛ پیسې مو د کار له خاوند سره پاتې شوې او موږ یې را واېستلو. دلته هم وزګاره او سرګردانه یوو.»

«د کار لپاره ایران ته تللی وم؛ په ودانیزو برخو کې مې کار کاوه. سره له دې چې درې‌کلن پاسپورټ او ویزې مې لرله، خو بیا یې هم را واېستلم. تراوسه هېڅ کار او پانګه نه‌لرم چې دلته پرې کاروبار وکړو. دلته هم هېڅ کار نشته.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو، په تېره  له ملګرو ملتونو څخه مرستې ترلاسه کوي، خو د دغه هېواد چارواکي دا مرستې کافي نه بولي او په دې برخه کې د بهرنيو مالي مرستو د زياتوالي غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام