Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالکبیر: برېټانیا دې د افغانستان رښتینی تصویر نړۍ ته وړاندې کړي

GDlCl1KXoAEmYAG

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د برېټانیا شارژدافیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې برېټانیا دې نړۍ ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي.

هغه د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر چارترن دکسن سره لیدنه کې د یاد هېواد او افغانستان اړیکې دوستانه بللي او غوښتنه یې کړې چې دغه هېواد دې نړۍ ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې او له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د برېټانیا شارژدافیر د لیدنې پر مهال دغه څرګندونې ارګ پر خپله اېکس پاڼه «پنج‌شنبه، مرغومې ۲۱مه» لیکلي دي.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د برېټانیا شارژدافیر ډاډ ورکړی چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او د همدې لپاره نړۍ سره د افغانستان تعامل برخه کې هڅې کوي.

چارترن دکسن په ډاګه کړه چې نړۍ سره د افغانستان تعامل بحث او خبرو ته اړتیا لري او په وینا یې، دغه هېواد به هڅه وکړي، څو رامنځته شوی ناسم پوهاوی له‌منځه یوسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د یو‌شمېر هېوادونو له استازیو او چارواکو سره د لیدنو پر مهال له سرپرست حکومت سره د یادو هېوادونو د تعامل او ښو اړیکو د ټينګښت غوښتنه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام