د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده د برښنا تولید برخه کې د همکاري غوښتنه کړې.
دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو اقتصادي، سیاسي او د امنیتي همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت له لوري نن سهشنبه د لړم ۱۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې برادر د ایران د انرژۍ وزیر سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواد څخه د برښنا تولید، د کرنې برخه کې د اوبو رسونې معیاري سېسټم رامنځته کولو او د وچکالي مدیریت لپاره افغانستان سره د همکاري غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان تازه له جګړې او اشغال بهر شوی، د برښنا تولید لپاره د باد، اوبو ترڅنګ لمر او د ډبرو سکرو په څېر سترې سرچینې لري چې په کور دننه د برښنا کنښت ستونزه حلوي چې له دې امله د برښنا تولید برخه کې د ایران د فني همکارۍ غوښتونکي یوو.»
د ملا عبدالغني برادر په مشري افغان پلاوی د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد بیا وايي چې ایران ته د افغان پلاوي سفر راهیسې تر دې مهاله ایراني لوري سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ پراختیا برخه کې دوه اړخیز تړونونه شوې دي.
نوموړي وویل: «لیدنې لاهم روانې دي، بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، سوداګرۍ، ټزانزیټ او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي دي.»
په همدې حال کې ایراني چارواکو د افغان پلاوي سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې افغانستان سره به په یادو برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، ټاکل شوې چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ایراني لوري سره ۴۱ تړونونه لاسلیک کړي. «ټاکل شوې چې ۴۰-۴۱ هوکړهلیکونه لاسلیک شي او یو ګډ کمېسیون باید جوړ شي چې دا ستونزې بررسي کړي، کمېټې باید جوړې شي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ملا عبدالغني برادر او مل پلاوي سره یې لیدنه کې د ایران او افغنستان ګډ بازار، نیمروز، کندهار او هلمند سره د اوسپنې پټلۍ نښلولو ترڅنګ چین سره د افغانستان نښلولو سربېره د افغانستان له لارې ایران سره د اوزبکستان د نښلولو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او هغه یې د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلې دي.