د میدانوردک د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت جغتو ولسوالي کې د «غازي محمدجان خان» ښوونځی د ولسي وګړو په مالي ملاتړ بیاورغول شو.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت میدانښار کې خبریالانو ته وویل، دغه ښوونځی د څه باندې ۲ میلیون افغانیو په مالي لګښت د ولسي وګړو په مرسته بیاروغول شو.
هغه وویل، ولسي وګړو د دغه ښوونځي احاطوي دیوال او درسي ټولګي بیارغولي او ورته یې اړین وسایل هم اخیستي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د جغتو ولسوالۍ له اوسیدونکو مننه وکړه چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوی ښوونځی یې بیارغولی او سوداګرو یې وغوښتل چې له پوهنې بهیر سره مرستې جارې وساتي.
د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکې هم خوښ دي چې د ولسي وګړو په مرسته د «غازي محمدجان خان» ښوونځی بیاروغول شو، خو په حکومت غږ کوي چې د ښوونځيو بیارغونې او جوړونې ته جدي پام وکړي.