د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د «هوا» په نوم یوې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړی دی.
د «هوا» راډیو مسوولان وايي، که څه هم ګڼشمېر رسنیو هېواد کې د مالي ستونزو له کبله فعالیتونه درولي، خو دوی خلکو ته پر وخت د اطلاعاتو رسولو په موخه دغه راډیو جوړه کړې ده.
بلهخوا په پکتیا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د رسنیو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.
هغه د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او اسلامي امارت څخه غواړي چې د خصوصي رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ګامونه اوچت کړي.