د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه پنځوس کلن سړي په دغه ولایت کې ځان وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا پېښه نن سهار وختي د غزني په اجرستان ولسوالي کې شوې ده.

د دغه کس خپلوان وايي چې هغه پر اروايي ناروغیو اخته و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال ده چې تر دې مخکې هم په غزني او یوشمېر نورو ولایتونو کې د اروايي ستونزو، اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او کورنیو ستونزو له کبله یوشمېر کسانو ځانونه وژلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *