د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت او تخار ترمنځ د ۲۸ کیلومتره سړک جوړولو لپاره ۲۷۰ میلیون افغانۍ بودیجه منظور شوه.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) سلاموطندار ته وویل، د ځايي ادارې له پرلپسې هڅو وروسته دغه مهمه پروژه د اسلامي امارت مشر له لوري تایید او د ټولګټو چارو وزارت پراختیايي بودیجه کې شامله شوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د پنجشېر ـ تخار نښلېدونکی سړک په ۲۸ کیلومتره اوږدوالي او ۵ متر سور سره جوړیږي او د کابل او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ زیاتېدو او د لېږد را لېږد په برخه کې به ګڼې اسانتیاووې رامنځ ته کړي.
د مسوولانو په وینا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د کابل او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د ترانسپورت لګښت د پام وړ راکم او پنجشېر کې به نوي کاري فرصتونه رامنځ ته شي.



