د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه هلک د ټیکټاک ویډیو جوړولو لپاره خپل یو ملګری وژلی دی.
پېښه نن پنجشنبه د غويي ۱۴مه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلاموطندار ته ویلي چې د دې ولایت په مومندرې ولسوالي کې دغه هلک هغه مهال خپل ملګری وژلی چې د ټیکټاک لپاره یې ویډیو جوړوله. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
زابلي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او یاد هلک یې نیولي چې دا مهال د مومندرې ولسوالي د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت کې تر پوښتنو لاندې دی.