د لوګر د مرکز پلعلم ښار اړوند په «جوزار» سیمه کې پرون چهارشنبه د غويي ۱۳مه یو ۱۲ کلن ماشوم له غره څخه لوېدلی او مړ شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته ویلي، دغه ماشوم د جوزار ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکی و او له غره څخه د رالوېدو پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاتوي چې یاد ماشوم له نورو ماشومانو سره یوځای غره ته د بوټو د راټولولو لپاره تللي وو.
باید وویل شي چې د روانۍ اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم د لوګر د ازرې ولسوالي د رضاخېلو ښوونځي یوه زدهکوونکي ننګرهار ته د سفر پر مهال سیند لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.