د هېواد په سوېل کې پروت هلمند د پراخې جغرافیې، مناسب اقلیم او د پرېمانه اوبیزو سرچینو له امله د غلودانو، په ځانګړي ډول د غنمو د کرکېلې لپاره مناسب چاپېریال لري.
د روان کال د کرنیزو ارزونو له مخې، په دغه ولایت کې د غنمو تولید د تېرکال په پرتله د پام وړ لوړ شوی چې تمه ده د ولایتي اړتیاوو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم د غنمو د لېږد کچه زیاته کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر قاري مولوي مطیعالله عابد سلاموطندار ته ویلي، سږکال په هلمند کې پر ۱۲۵زره او ۹۶۰ هکټاره ځمکه د غنمو کرکېله شوې.
نوموړي وویل: «سږکال د هلمند ولایت پر ۱۲۵ زره او ۹۶۰ هکټاره ځمکه د غنمو کرکېله ترسره سوې ده چې له دې کرل شوې ځمکې څخه به په تخمیني ډول شاوخوا ۵۶۶ زره او ۸۲۰ ټنه غنم ترلاسه شي.»
د ده په وینا، د غنمو سږني حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۲ زره او ۹۰۳ اعشاریه ۶ ټنه زیاتوالی ښيي.
عابد زیاتوي: «د غنمو د تولید دغه زیاتوالی به نه یوازې د هلمند د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي، بلکې نورو ولایتونو ته به د غنمو لېږد هم زیات کړي او د بازارونو د نرخونو په کنټرول کې به مثبت رول ولوبوي.»
د کرنې ریاست مسؤلین د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د اوبو مناسب شتون، د اصلاح شویو تخمونو کرنه، د مسلکي کارکوونکو تخنیکي لارښوونې، د اقلیمي شرایطو مناسب والی او د افتونو او نباتي ناروغیو کمښت بولي.
د کرنیزو چارو آمر همداراز څرګنده کړه چې د هلمند غنم اوس مهال د کندهار، فراه، نیمروز او یو شمېر مرکزي او شمالي ولایتونو بازارونو ته لېږدول کېږي.
هغه وویل: «هڅه کوو چې په راتلونکو کلونو کې د اصلاح شویو تخمونو وېش، نمایشي کرنیزو قطعاتو جوړول، عامه پوهاوی او د اوبو لګولو د سیستمونو پیاوړتیا لا پراخه کړو، څو د غنمو حاصلات هر کال نور هم زیات شي.»
په همدې حال کې د هلمند یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال یې د غنمو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه وو او تمه لري چې د خپلو حاصلاتو له خرڅلاو څخه مناسبه ګټه ترلاسه کړي.
د نادعلي ولسوالۍ یو کروندګر عبدالغفور وايي: «سږ کال مو د غنمو حاصل ډېر ښه و. که بازار مناسب وي، زموږ اقتصادي وضعیت به هم ښه شي. موږ له کرنې ریاست او مؤسسو غواړو چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې راسره مرسته کړي.»
د ناوې ولسوالۍ یو بل بزګر محمدولي هم وایي: «کله چې اصلاح سوي تخمونه او کافي اوبه موجودې وي، حاصل یې ښکاره اغېز لري. هیله لرو دا مرستې دوام پیدا کړي څو لا ډېر تولید وکړو.»
د کرنیزو چارو کارپوه انجنیر محمد یوسف احمدزی باور لري چې د غنمو د تولید زیاتوالی د هېواد د خوړو خوندیتوب لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي. «که د اصلاح شویو تخمونو وېش، د اوبو مدیریت او کرنیزې مشورې په دوامداره توګه تطبیق شي، هلمند کولای شي نه یوازې د خپل ولایت اړتیاوې پوره کړي، بلکې د افغانستان د غنمو په تولید کې لا ستر رول ولوبوي. د تولید زیاتوالی د بزګرانو عاید لوړوي او د بازارونو ثبات ته هم مرسته رسوي.»
کارپوهان ټینګار کوي چې د تولید تر څنګ د ذخیرې، بازارموندنې او د اوبو لګولو د معیاري سیستمونو پراختیا هم اړینه ده، څو بزګران وکولای سي له خپلو حاصلاتو اعظمي اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
هلمند د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د غنمو ترڅنګ په کې جوار، پنبه، ماش، زیره، ممپلۍ او نور کرنیز محصولات هم کرل کېږي. د دغو محصولاتو ډېره برخه د هېواد نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي او په کورنیو بازارونو کې مهمه ونډه لري.