سرلښکر رومن ګوفمان چې د اسراییلو د لومړي وزیر نظامي سلاکار او منشي و، د ۲۰۲۶کال د جون په ۲مه نېټه د رسمي مراسمو پرمهال د اسراییلو د بهرني استخباراتي سازمان (موساد) د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
هغه پنځه کلنه دوره د موساد په مشرۍ پیل کړه او د دیوید بارنیا ځای ناستی شو چې مخکې یې د دې ادارې مشري کوله.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نوموړی «یو وتلی، زړور او نوښتګر افسر» بللی او ویلي یې دي چې هغه د جګړې پرمهال د «نوښتګر فکر او له چوکاټه بهر د پرېکړو وړتیا» ښودلې ده.
نتنیاهو لا مخکې د ۲۰۲۵کال په ډسمبر کې اعلان کړی و چې غواړي ګوفمان د موساد مشر وټاکي، خو د هغه ټاکنه له ځینو ننګونو سره مخ وه، ځکه په اسراییلو کې معمول نه دی چې د موساد مشري دې له استخباراتي جوړښت څخه بهر کسانو ته وسپارل شي.