د لبنان حزبالله ډله وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ یې د اسراییلي پوځ پر بېلابېلو اهدافو او ځواکونو راکېټي او بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي دي.
د یادې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ورځې په اوږدو کې ټولټال ۴۱ پوځي عملیات شوي چې د دوی په وینا، د اوربند له تړون د اسراییلو د سرغړونو او د لبنان سوېل کې پر ملکي وګړو د روانو بریدونو په ځواب کې شوي دي.
حزب الله ادعا کړې چې د راکېټونو د باران او ډرون بریدونو له لارې یې د اسراییلي پوځ د سرتېرو ډلکۍ، د اوسپنیز ګنبد (Iron Dome) هوايي دفاعي سیستمونه او د اسراییل شمال ځینې مېشتځایونه په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د کیریات شمونا، معالوت-ترشیحا سیمو او د اسراییل د هوايي کنټرول یوې اډې ته نږدې راکېټي بریدونه شوي او یوه بېپیلوټه الوتکه د اوسپنیز ګنبد یو توغندیز لانچر په نښه کړی دی.
همدارنګه، حزب الله ویلي چې د سویلي لبنان په سرحدي کلیو کې د اسراییلي ځواکونو له پرمختګ سره سختې نښتې او کمیني عملیات شوي دي.