د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرو کې هغه ته د لېوني خطاب کړی.
د راپورونو پر اساس، د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ د دوشنبې په ورځ دغه ټلیفوني خبرې په تاوتریخوالي اوښتي او ټرمپ په لبنان کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د پراخېدو له امله سختې نیوکې کړي.
د امریکا ولسمشر په نتنیاهو چیغه کړې او ویلي: «ته لیونی یې، که زه نه وی، نو ته به په زندان کې وی، زه ستا ګناه ژغورم.»
ټرمپ همدارنګه له اسراییل وغوښتل چې له حزب الله سره اوربند وکړي او وې ویل: «اوس هرڅوک له تا څخه کرکه کوي. هرڅوک له اسراییل کرکه کوي.»
ټرمپ زیاته کړې چې د لوړ پوړو استازو له لارې یې له حزب الله سره ډېره ښه اړیکه درلوده او دوی موافقه کړې چې ډزې به ودرول شي او اسراییل به پر دوی برید ونه کړي.
یو امریکايي چارواکي هم آکسیوس رسنۍ ته ویلي، ټرمپ نتانیاهو ته خبرداری ورکړی چې د لبنان پر پلازمېنې د برید ګواښ عملي کول به اسراییل په نړیواله کچه لا زیات منزوي کړي.