Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران د پارلمان مشر: که پر لبنان بریدونه دوام کوي، د اسراییل پر وړاندې درېږو

63851063

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د لبنان د پارلمان نبیه بري سره خبرو کې ټینګار کړی، که پر لبنان بریدونه دوام ومومي، نه یوازې به امریکا سره د خبرو بهیر ودروي، بلکې د اسراییل پر وړاندې به هم ودرېږي.

د راپورونو له مخې، قالیباف چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري هم پر غاړه لري، ویلي چې حزب‌الله نن هم له خپلې خاورې او هم له اسلامي امت څخه دفاع کوي.

د ده په وینا، د ایران او لبنان اړیکې نه بېلېدونکې دي.

هغه زیاته کړه، که د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پایته رسولو لپاره کومه هوکړه وشي، نو دا به د ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان کې د بریدونو درېدلو ته هم وغځېږي.

قالیباف د لبنان وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وویل، تېرو دوو ورځو کې یې د اسرائیلو د بریدونو د بندېدو موضوع په جدي توګه تعقیب کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې ایران هوډ لري څو په ټول لبنان، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په سوېل کې اوربند ټینګ شي.

بل لور ته، نبیه بري هم د ایران له هڅو مننه کړې او ویلي، هېواد به یې هېڅکله په دې حساسو شرایطو کې د ایران مثبت دریځونه هېر نه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام