Asset 1SWN

سلام وطندار

د اقلیمي بدلون اغېزې؛ غزني کې کروندګر جبري کډه کولو ته اړ شوي

FB_IMG_1773750855724

غزني کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپل کور کلی پرېږدي او ښارونو کې له کورنیو بېځایه شویو سره یوځای شي.

دغه کروندګرې او مالدارې کورنۍ وایي، د اوبو د سرچینو شدید کمښت او د وچکالۍ دوام، هغوی له کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو څخه راګرځولي او اړ کړي چې ښارونو کې د بدیل معیشت په لټه کې شي.

د اندړ ولسوالۍ اوسېدونکی محمدرحیم وایي، د اوبو کمښت د هغوی کرنیزې ځمکې او باغونه په شاړو او نه‌کارېدونکو ځمکو بدل کړي.

«موږ پخپله هم په اندړ ولسوالۍ کې نږدې لس جریبه ځمکه لرو؛ خو بدبختانه د اوبو د نشتوالي له امله ترې ګټه نه اخیستل کېږي. کاریزونه په بشپړه توګه وچ شوي، اوبه کمې دي. له همدې امله موږ بېرته ښار ته راغلو او دامهال د غزني ښار دننه په کار بوخت یو او د ژوند اړتیاوې د کار له لارې پوره کوو.»

همدارنګه د غزني د ده‌یک ولسوالۍ اوسېدونکی محمدجعفر هم سلام‌وطندار ته وویل: «ونې وې، باغونه وو، خو نږدې ټول وچ شوي. کاریزونه وچ شوي او د اوبو کچه دومره ټیټه شوې چې آن د ماشین یا لمریزې انرژۍ په وسیله یې راایستل هم ممکن نه‌دي. خلک اړ شول، موږ هم د ده‌یک ولسوالۍ پرېښوده او مرکز ته راغلو او په نورو کارونو لکه موټرچلونې یا دوکاندارۍ بوخت شو.»

اخوا، پرله‌پسې وچکالۍ او کورنۍ کډوالۍ، ښځینه مالدارې هم جدي اغېزمنې کړي.

یو شمېر هغه ښځې چې مخکې یې د لبنیاتو له تولیده مناسب عاید درلود، اوس غزني ښار کې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي.

له دغو ښځو څخه خدیجه وایي: «دلته په ښار کې هم کار نشته. ژوند د هغو کسانو لپاره چې مهارت او ثابت کار نه‌لري، ډېر سخت دی. دولت باید د خلکو وضعیت ته پام وکړي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له کلیو بېځایه شوي.»

په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان د کورنیو بېځایه شویو د بېرته ستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو ټینګار کوي او د اوبو سرچینو مدیریت، د بندونو بیارغونه او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو ترویج بنسټیزې حل‌لارې بولي.

علي صمدي په دې اړه وایي: «باید د کلیوالو لپاره په کلیو کې د ژوند زمینه برابره شي؛ د څاه‌ګانو د تنظیم، د اوبو بندونو د جوړولو او د مقاومو تخمونو د وېش له لارې. دغه اقدامات کولی شي د کروندګرو بېرته ستنېدل ممکن کړي او په عین وخت کې پر ښارونو فشار هم راکم کړي.»

خوا، د غزني د کډوالو چارو ریاست د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه تر ۲۵۰ ډېرې کورنۍ د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله بېځایه شوي.

د داخلي بېځایه شویو عمومي مدیر عبدالهادي منیب وایي: «په ۱۴۰۴ کال کې د بېځایه شویو ۲۵۰ شمېرې مو ثبت کړي. دا کورنۍ د ناوې، مقر، آب‌بند، جاغوري، اندړ، ولي‌محمد شهید، ده‌یک، رشیدان، قره‌باغ، ګیرو، ګیلان، مالستان، ناوې او واغظ ولسوالیو پورې اړه لري. د دوی د بېځایه کېدو اصلي لامل وچکالي، اقلیمي بدلونونه او فقر دي. دغو کورنیو ته د کار په بدل کې نغدي مرسته، د کار په بدل کې خوراکي توکي او د کور کرایې مرسته برابره شوې ده.»

په همدې حال کې، د غزني د والي ویاند عزت‌الله سعیدي د بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي او وایي چې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو بدیلو کښتونو معرفي کول کولی شي د کروندګرو د تدریجي بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

«وچکالي په وروستیو کلونو کې یو لویه ننګونه وه. هڅې روانې دي څو بدیل کښتونه ځایناستي شي. له دې اقدام سره تمه ده چې د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې راکمې شي او خپلو سیمو ته د هغوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي.»

سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کېدو کې کمه ونډه لري، خو بیا هم له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر زیان یې ترې لیدلی دی.

د کارپوهانو په باور، د طبیعي سرچینو مدیریت او د ملي او نړیوالو بنسټونو هدفمند ملاتړ کولی شي د دې ستونزې زیانونه راکم کړي، کنه ، د بېځایه کېدو بهیر او پر ښارونو د فشار زیاتېدو ته به دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام