افغانستان کې ښځې د اختر په ورځو کې د مېلمنو د هرکلي او د اختر دسترخوان چمتو کولو ترڅنګ، پر خپلو لاسونو د نکریزو لګولو له لارې هم دغه ورځې نمانځي.
نکریزې لا هم د ډېرو ښځو لپاره د ښکلا، خوښۍ او د دودونو د ژوندي ساتلو نښه ده، هغه دود چې د ژوند د طرز له بدلون او د ځینو دودونو له کمرنګېدو سره سره یې، خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی.
په دې راپور کې له ۱۰ ولایتونو څخه له ۲۶ ښځو سره خبرې شوي چې له دې ډلې ۱۴ هغو په اختر کې نکریزې کول د ښکلا او د دودونو د درناوي لپاره مهم بللي.
د کاپیسا اوسېدونکې ۳۹ کلنه ګلجان وايي، نه غواړي اختر له نکریزو پرته تېر کړي.
هغې زیاته کړه: «د اختر په شپو کې تل نکریزې کول زموږ کلتور دی چې باید د اختر په شپو کې خپل لاسونه سره کړو، په ځانګړي ډول د لوی اختر پر مهال.»
د فاریاب اوسېدونکې ۱۴ کلنه سارا وايي، د اختر ورځو کې د نکریزو د هغې لپاره د خوښۍ احساس پیاوړی کوي.
سارا وویل: «احساس کوم چې اختر له نکریزو پرته بشپړ نهدی؛ اختر زما لپاره د کال له مهمو ورځو څخه دی، د خوښۍ، له خپلوانو سره د لیدو او د کلتوري دودونو د ژوندي ساتلو وخت دی، نکریزې کول د همدې خوښیو یوه برخه ده.»
نکریزې چې د ډېرو ښځو لپاره د اختر د نمانځنې نهجلا کېدونکې برخه ګڼل کېږي، یو شمېر نورې بیا د بوختیاوو او د خوښیو د ډول بدلون په دلیل ورسره د پخوا په څېر لېوالتیا نهلري.
په دې راپور کې ۱۲ مرکهشویو ویلي چې د سلیقې او د ژوند د طرز بدلون نکریزو سره د هغوی لېوالتیا کمه کړې.
د هرات اوسېدونکې ۲۴ کلنه الهه وايي: «نکریزې ډېر وخت پر لاس پاتې کېږي او زه یې نهخوښوم؛ نکریزې کول هغه څه نهدي چې زه ترې خوند واخلم، اوسني نکریزې هم د پخوا په شان نه دي، ټول رنګ ته ورته دي.»
د کونړ اوسېدونکې ۳۲ کلنه نازنین وايي، بوختیاوې یې د اختر پر مهال له نکریزو کولو لرې ساتي.
هغې وویل: «په اختر کې کله ناکله نکریزې وهم؛ خو دا کار هر کال زما همېشنی عادت نهدی، د ورځنیو بوختیاوو له امله نه شم کولی چې دا کار ترسره کړم.»
په دې راپور کې له یو شمېر زړو ښځو سره هم خبرې شوې او هغوی وايي چې د عصري سینګارونو پر لور د ځوانانو لېوالتیا د نجونو ترمنځ د نکریزو ځای کمزوری کړی.
د هرات اوسېدونکې ۷۰ کلنه صفیه وايي: «اوس څوک نکریزې نه کوي او دودونه له منځه تللي، پخوا به داسې ماشوم نهوو چې نکریزې به یې نه کولې، وړو او لویو ټولو به خپل لاسونه او پښې نکریزې کولې، خو اوس داسې نه ده.»
د کابل اوسېدونکې ۵۵ کلنه ناجیه وايي، اوس وخت کې ښځې او نجونې د نکریزو پر ځای بل ډول سینګار خوښي.
هغې د پخوا په پرتله د نکریزو ارزښت داسې بیان کړ: «پخوا نکریزو ډېر ارزښت درلود، که چا به د اختر په شپه نکریزې نه وې کړې، احساس به یې کاوه چې اختر یې نیمګړی پاتې دی، نجونو به په ډېر شوق نکریزې کارولې او هر چا به هڅه کوله چې لاسونه یې لا ښکلی رنګ واخلي.»
د دې راپور ډېری مرکهشوې ښځې د اختر دودونو، په ځانګړي ډول د نجونو ترمنځ د نکریزو لګولو دود پر بیا را ژوندي کولو ټینګار کوي او وايي، د دې دود پرېښودل کولی شي د له منځه تلو لامل یې شي.
د بادغیس اوسېدونکې ۲۰ کلنه حسنا چې هر کال اختر کې نکریزې کوي، وايي چې نکریزې د ننني نسل اړیکه له پخوانیو دودونو سره ساتي.
هغې وویل: «که نکریزې کول کم شي، یو ډېر مهم او ښکلی دود به لهمنځه لاړ شي او اختر به خپل اصلي مانا له لاسه ورکړي.»
د غور اوسېدونکې شکیلا هم وايي: «که دا دود کمزوری شي، راتلونکی نسل به ښايي د تېرو وختونو ډېر ښکلي رواجونه هېر کړي او اختر به نور هغه پخوانی رنګ او خوند ونه لري.»
سره له دې، ارواپوهه زحل امیرزاده وايي چې د نکریزو کول د صمیمیت، همدردۍ او ارامۍ احساس پیاوړی کوي.
هغې د نکریزو پر رواني اغېز ټینګار وکړ او ویې ویل: «نکریزې انسان ته د امنیت او د مینې احساس ورکوي، له همدې امله خلک په داسې مراسمو کې د خوښۍ، ارامۍ او نږدېوالي احساس کوي.»
ټولنپوه ضیا نیکزاد هم وايي چې د نویو باورونو رامنځته کېدل او د ژوند د طرز بدلون د پخوانیو دودونو د کمرنګېدو لامل شوی.
هغه زیاته کړه: «د رسنیو د پراختیا، ښاري ژوند او زیاتې کډوالۍ له امله نوی کلتور رامنځته شوی او هغه پخواني دودونه چې موږ په کلیو او ښارونو کې لرل، له بدهمرغه کمرنګه شوي.»
لوی اختر د مسلمانانو له مهمو مذهبي مناسبتونو څخه دی چې هر کال په ځانګړو مراسمو، د نوو جامو په اخیستو، د بېلابېلو خوږو په پخولو، د میوو په چمتو کولو او د نکریزو په کولو سره نمانځل کېږي.