د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د غزې ۷۰ سلنه خاوره ونیسي.
د راپورونو پراساس، نتنیاهو ویلي چې د هغه نوی لارښود دا دی چې پوځ د غزې ۷۰ سلنه خاوره په خپل کنټرول کې واخلي.
ده د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ اوس د غزې پر ۶۰ سلنه خاورې کنټرول لرو زما لارښوونه دا ده چې ګام په ګام مخته ولاړ شو او په لومړي پړاو کې دا اندازه ۷۰ سلنې ته ورسوو.»
د اسراییل لومړي وزیر د خپل لارښود په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ښايي دغه اقدام حماس سره د اوربند هوکړه له خطر سره مخ کړي.
د اسراییل پوځ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر د غزې جګړې د پایته رسولو د پلان لومړي پړاو له مخې، د «ژېړې کرښې» په نوم سیمه کې له بیا ځایپرځای کېدو وروسته، د غزې ۵۳ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
په دې هوکړه کې د دویم پړاو پر مهال چې د جنورۍ په میاشت کې پیل شو، د اسراییلو د لا نورو شاتګونو وړاندوینه شوې وه.
«ژېړه کرښه» د غزې په ختیځه برخه کې یوې موقتي جلاکوونکې سیمې ته اشاره لري چې د اسراییل تر پوځي کنټرول لاندې سیمې له هغو سیمو بېلوي چې فلسطینیانو ته پکې د استوګنې اجازه ورکول کېږي.
خو فلسطیني سرچینې وايي چې دا پوله په وروستیو میاشتو کې په پرلهپسې ډول د لوېدیځ پر لور غځول شوې ده.