د لبنان سویل کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
الجزیرې شبکې ویلي، د اسراییلي ځواکونو دغه بریدونه پرون د عرفې په ورځ شوي او د لبنان سویل او ختیځ کې یې د ښارونو او کلیو لسګونو کسانو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، تېرو څه کم دریو میاشتو کې پر لبنان د اسراییل بریدونو کې څه باندې ۳ زره کسان وژل شوي.
د راپورونو پر اساس، دغه وزارت ویلي چې د مارچ میاشتې له دویمې نیټې راهیسې د اسراییل بریدونو پرمهال لږترلږه ۳۰۲۰ کسان وژل شوي او ۹۲۷۳ نور ټپیان دي.
د اسراییل د بریدونو قربانیانو کې ۶۱۹ ښځې، ماشومان او روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان حزبالله او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، خو پر لبنان د اسراییل مرګوني بریدونه اوس هم دوام لري.