د میدانوردګ مسوولان وايي، د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویهلار دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د میدانوردګ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار سلاموطندار وویل، لومړۍ پېښه د حیدرخیلو سیمه کې د باروړونکي او کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۲ نور ټپیان شوي.
د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د تنګيدوه لارې سیمه کې د مازدا او سراچې موټرو ترمنځ شوې چې په پایله کې یې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي.
ټپیان د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ روغتون ته لېږدول شوي.
د میدانوردګ د امنیې قومندانۍ ویاند د دغو پېښو د تائید ترڅنګ له موټر چلوونکو غوښتي، څو د ټرافیکي اصولو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته وخت کې د غزني مسوولان هم وايي، ګیلان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې پرمهال دوو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.
د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي نن دوشنبه سلاموطندار ته وویل، پېښه تېر ماښام د کابل ـ کندهار پر لویهلار د ګیلان ولسوالۍ «چورلې» سیمه کې د یوه مسافروړونکي موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې.
ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل هم د چلوونکو بېاحتیاطي ښوول شوېده.