Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران سره به یوې ښې هوکړې ته ورسېږو

6a1298911c6c3.image

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هېواد به یې له ایران سره یا یوې ښې هوکړې ته ورسېږي او یا به له دغه هېواد سره په بله بڼه چلند وکړي.

نوموړي نن دوشنبه جوزا ۴ / مې ۲۵ د هند پلازمېنه نوې ډهیلي کې خبریالانو ته ویلي، امریکا به د بدیلو انتخابونو له ارزولو مخکې، د بریا لپاره ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي.

د روبیو په وینا، د هرمز تنګي پرانیستلو لپاره د ایران وړتیاوو او د دغه هېواد د اټومي مسایلو په اړه د واقعي خبرو لپاره یو قوي وړاندیز پر مېز اېښودل شوی.

هغه زیاته کړې: «دغه طرحه د خلیج هېوادونو پراخ ملاتړ لري او په نړیواله کچه هم ترې پراخ ملاتړ شوی. هر هغه هېواد چې موږ ورته د دې طرحې جزییات تشریح کړي، درک کړې یې ده چې دا وړاندیز نه یوازې ډېر منطقي دی، بلکې د نړۍ لپاره یو سم ګام هم دی.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بیړه نه‌لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ټکنۍ شوي او د خبرو مېز ته د دواړو هېوادونو بېرته راګرځولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام