Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی کابل ته راغلی

متقي ضمیر کابلوف

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی.

دې وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن سه‌شنبه د ثور ۸ / اپرېل ۲۸ وویل، کابلوف به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د روسیې رسنیو راپور ورکړی و چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی تېره ورځ کابل ته سفر کړی.

روسیه یوازینی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی او په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې یې له افغانستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام