کابل کې یو خصوصي روغتون نن حمل ۱۵ / اپرېل ۴ د پښتورګو د روغتیا ارزښت، د پښتورګو د ناروغیو د مخنیوي او پر وخت تشخیص په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
دغه غونډه کې روغتیاپالانو د ژوند د طرز بدلون او د پښتورګو روغتیا ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.
د الحیات خصوصي روغتون اجراییه مشر سیدحبیبالله عازم وویل، د مالګې زیات استعمال او ګاز لرونکي مشروبات د پښتورګو د ناروغیو له مهمو لاملونو څخه دي.
هغه زیاته کړې: «پښتورګي د وینې د فشار په تنظیم، د هورمونونو په تولید او لسګونو نورو حیاتي فعالیتونو کې مهم رول لري او باید د هغوی ساتنې ته جدي پاملرنه وشي.»
د همدې روغتون سرطبیب جلیلاحمد عبیدي د پوهاوي پروګرامونو پر پراختیا او د خلکو د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی.
هغه ویلي چې ناروغان ډېری وخت هغه مهال روغتون ته مراجعه کوي چې ناروغي یې پرمختللې وي، په داسې حال کې چې پر وخت تشخیص کولی شي د جدي ستونزو مخه ونیسي.
هغه همداراز سپارښتنه کړې چې د هوا له تودېدو سره د اوبو کافي څښل ډېر مهم دي او باید له سګرټ، الکولو او غوړو او سره کړو خوړو څخه ډډه وشي.
د یورولوژۍ متخصص شکرالله شاکر وایي چې د پښتورګو په ناروغیو کې باید مخنیوی لومړیتوب ولري او یوازې د ناروغۍ له رامنځته کېدو وروسته ډاکټر ته مراجعه بسنه نه کوي.
هغه ټینګار کوي چې د پښتورګو ناروغان باید له درملنې وروسته هم جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې د ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو احتمال شته.
د دې پروګرام مسوولانو ټینګار وکړ چې د پښتورګو ناروغۍ په نړۍ او افغانستان کې له جدي روغتیايي ننګونو څخه ده، خو د ژوند د طرز په بدلون سره د دې ناروغیو د یوې لویې برخې مخنیوی کېدی شي.
د خلکو پوهاوی، پر وخت تشخیص، کافي اوبه څښل، د زیانلرونکو موادو کم استعمال او منظم معاینات هغه مهمې لارې دي چې د دغو ناروغیو د زیاتوالي مخه نیولی شي.