Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۳ کسانو ژوند بایللی

HE9a4xyacAAkdUo

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر نن جمعه ویلي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې اورښتونو او سېلابونو له امله ۳ کسان شهيدان او ۶ نور ټپيان شوي.

همدارنګه د ورښتونو له امله ګڼو کورنيو ته مالي زیانونه رسېدلي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر زیاته کړې چې د جلال‌‌اباد ښار اتمه ناحیه کې د يو کور چت نړېدو له امله هم دوه ماشومان شهيدان او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

دې سره، پکتيا کې هم د تېرې شپې ورښتونو ولسونو ته زیانونه اړولي.

د پکتيا ولايت مقام وياند محمد رسول احمدي ویلي، يو شمېر سیمو کې چې د سېلابونو له امله یې لارې بندې شوي د پرانیستلو هڅې یې پیل شوي.

د احمدخيل، څمکني او ډنډپټان ولسواليو اوسيدونکو ویلي، د سختو ورښتونو له امله یې ډېری کرنيز فصلونه خراب شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام