Asset 1SWN

سلام وطندار

د پنجشیر والي: علما دې ټولنه کې لا ډېر فعاله رول ولوبوي

WhatsApp Image 2026-03-31 at 12.33.10 AM

د پنجشیر والي محمد حکیم اغا وايي، اوس وخت کې علما له پوره امکاناتو برخمن دي او باید ټولنه کې لا فعاله رول ولوبوي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن پنجشنبه سلام‌وطندار ته وویل چې محمد حکیم اغا یو شمېر دیني علماوو سره غونډه کې ویلي، تېرو دوو لسیزو کې علما د ټولنې له محروم قشر څخه وو، خو اوس د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ځانګړی ځای لري او باید ټولنه کې فعاله ونډه‌ ولري.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې پخوا به علماوو نه‌شو کولی په ازاده توګه خپل نظر بیان کړي، خو اوس د هغوی دیني او ټولنیزو فعالیتونو ته مناسبه زمینه برابره شوې.

د هغه په وینا، علما باید له دغه فرصت استفاده وکړي او خلکو ته پوهاوي ورکولو، له نظام ملاتړ او له منکراتو مخنیوي کې اغېزناکه رول ولوبوي.

د پنجشیر والي شته ننګونو ته په اشاره وویل، د اسلام دښمنان هڅه کوي خپلو اهدافو ته ورسېږي، خو د افغانستان خلک دغه هڅې درک کړي او په وړاندې به یې ودریږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام