تورخم دروازه نن پنجشنبه له نږدې یو میاشتني ځنډ وروسته، بیرته د راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل کیږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي تېر ماښام وویل، یاده لار به یوازې د راستنېدونکو کډوالو د راتګ لپاره پرانستل شي.
دغه لار وروسته له هغې د راستنېدونکو د راتګ پرمخ وتړل شوه چې اسلامي امارت فرضي کرښه کې د پاکستاني ځواکونو په پوستو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړل.