د کندهار د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د کوچني اختر له رارسېدو سره سم یې کندهار ښار او ولسوالیو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
د دوی په خبره، د خلکو د خوندیتوب او د اختر د خوښیو د خوندي فضا د برابرولو لپاره یې ۱۵۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به دوامدارې ګزمې کوي.
د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشید وایي: «دا ځانګړې قطعه به د ښار او مهمو سیمو امنیت ټینګ وساتي، څو خلک وکولای شي د اختر خوښۍ په ډاډه زړه ولمانځي.»
بلخوا د زابل د امنیې قومانداني ویاند ذبیحالله جوهر وایي: په ولایت کې امنیتي ځواکونه بشپړ چمتو دي او د اختر په ورځو کې یې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاتوي: «د کابل ـ کندهار پر لویه لاره مو هم امنیتي ګزمې زیاتې کړې دي، څو خلک وکولای شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.»
هغه ټینګار کوي چې چا ته به اجازه ورنه کړو، څو د خلکو د خوښۍ ورځې ګډوډې کړي او د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکی «سیدګل» وایي: «د امنیتي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دي او د تېرو کلونو په پرتله امنیت ښه شوی دی.»
همدارنګه د «زابل» اوسېدونکی محمدالله وایي: «له مسوولینو غواړو چې د خلکو د لا خوندي ژوند لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.»
امنیتي مسوولان وایي، هڅه کوي چې د کوچني اختر ورځې په ارامه او خوندي فضا کې ترسره شي او خلک هم هیله لري چې د دغو امنیتي تدابیرو په مټ به د اختر خوښۍ له کومې ستونزې پرته ولمانځل شي.