د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، خوست کې د پاکستان برید پرمهال د يوې کورنۍ ۴ غړي شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي.
حمدالله فطرت نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د خوست د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي د «بدرګې ګورګورې» سيمه کې تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي.
هغه ویلي چې د دغو بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نارينه په ګډون ماشومان، چې يو يې نجلۍ او بل هلک و، شهيدان شوي او ۳ تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
ښاغلي فطرت لیکلي چې د کـونړ د منورې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې هم ۳۲ مرمۍ لګېدلي چې تلفات نهلري.
همداراز د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په مختلفو کلیو او بانډو (ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوې) ساحاتو ۱۱۰ مرمۍ لګېدلي چې ځاني زیان نهلري، خو د جعفر په نوم د یو وګړي کور تخريب شوی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې د کونړ ناړۍ ولسوالي دوکلام، بریکوټ او څونګلی سيمو باندې هم ۶۵ مرمۍ لګېدلي چې ولسي خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي.
دغهراز خاص کونړ ولسوالۍ کې د لکې تیګي، لړم کڅ او په شالۍ سیمو ۱۴ توپونه لګېدلي چې مالي او ځاني زيان نهلري.