خورلڼې؛ کوچنۍ خو هوسا کړۍ

یو شمېر نجونې وایي چې د خورلڼو کوچنۍ دوستانه کړۍ او د څو نږدې دوستانو لرل لامل شوي چې په دې ورځو کې لږ ذهني فشار تجربه کړي.

د دوی په باور، د «خورلڼو» اړیکې او کوچنۍ دوستانه کړۍ داسې فضا برابروي چې انسان په‌کې کولی شي پرته له دې چې د قضاوت له وېرې سره مخ شي، خپلې خبرې وکړي او واورېدل شي.

د پاکستان تازه بريد؛ خوست کې د يوې کورنۍ ۴ کسان شهيدان شوي

اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، خوست کې د پاکستان برید پرمهال د يوې کورنۍ ۴ غړي شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي.

حمدالله فطرت نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د خوست د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي د «بدرګې ګورګورې» سيمه کې تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي.

پر لبنان د اسراییل تازه برید کې ۷ کسان وژل شوي

د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.
اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزب‌الله لس هدفونه په نښه کړي دي.

د ایران ولسمشر د جګړې ختمولو لپاره ۳ شرطونه وړاندې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي. الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲‍۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نه‌کولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.