د ملي دفاع وزارت مسوولان وایي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یې، د اېفسي یا سرحدي ځواکونو پر یوې قومنداني هوايي برید کړی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه برید د پاکستاني ځواکونو د وروستیو سرغړونو په ځواب کې شوی دی. د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، مولوي صدیقالله نصرت، ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له بېلابېلو ولایتونو بریدونه شوي دي.
نصرت د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو د څرنګوالي په اړه جزییات نهدي ورکړي، خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې، برید کړی دی.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. خو د دې ادعا خپلواکه تایید لا نه دی شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همداراز هغه شمېرې رد کړې چې د پاکستاني چارواکو له لوري د افغان ځواکونو د مرګژوبلې په اړه خپرې شوې دي او وایي چې د افغان ځواکونو تلفات ډېر کم دي.
د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله په پکتیا، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په غبرګون کې احتجاجونه هم شوي دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د پاکستاني ځواکونو په تازه بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او زرګونه کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.