Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران جګړه؛ منځني ختیځ ته تردامهاله ۲۳ زره الوتنې لغوه شوي

3411416_942

پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو د نړیوال هوايي چلند صنعت ته جدي مالي او لوژستیکي ستونزې رامنځته کړي.

د راپورونو پر اساس، دغه ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته له ۲۳ زرو څخه ډېرې الوتنې لغوه شوي.

«امارت» چې د نړۍ تر ټولو لوی نړیوال هوايي شرکت بلل کېږي، ویلي چې دوبۍ ته د خپلو الوتنو ځنډول یې د شنبې ورځې تر پایه وغځول؛ دا پرېکړه د امریکا او اسراییل د ګډو هوايي بریدونو له پیل څخه یوه اوونۍ وروسته شوې.

همداراز، «قطر اې‌یروېز» شرکت هم ویلي چې خپلې الوتنې یې تر جمعې ورځې پورې درولي دي.

اتحاد اې‌یروېز هم ابوظبي ته د الوتنو ځنډول د مارچ تر شپږمې نېټې وغځول.

د «قطر اې‌یروېز» ټول عملیاتي فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې درول شوي او دغه شرکت ویلي چې د جمعې په سهار به تازه معلومات خپاره کړي.

همدارنګه عمان‌ایر هم اعلان کړی چې عمان، دوبۍ، بحرین، دوحې، کویټ، کوپنهاګن، بغداد او خصب ته دننه او بهر ټولې الوتنې یې د مارچ تر شپږمې نېټې لغوه کړي.

د Bloomberg د راپور له مخې، فارس خلیج کې زرګونه مسافر سرګردانه پاتې شوي او ډېری یې اړ شوي چې د سعودي عربستان او عمان فعالو هوايي ډګرونو ته د رسېدو لپاره اوږده او لوړه بیه لرونکې بدیلې لارې وکاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام