د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما هغه راپور چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د ۶۱۳ افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه دی، له واقعیت سره نږدې دی.
ښاغلي فطرت نن یکشنبه دلوې ۱۹ / فبروري ۸ یوه ویډیويي کلپ کې ویلي:
«له بدهمرغه تېر کال ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان بریدونو کې زمونږ ګڼ شمېر ملکيان شهیدان او ټپیان شول. پاکستان ولسي سیمې په نښه کړې، ان زمونږ ورزشکاران په کې په نښه شوي. د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور واقعیت سره نږې دی.»
یوناما نن یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان بریدونو پرمهال ۶۱۳ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.