Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: افغانستان د سویابین تولید کې لوړ ظرفیت لري

Soybean-cultivation-in-Balkh-riu6q2d9uzgnbq87f8f8dflxcq1jxe35cjypqd6xe0

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې افغانستان د سویابین د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري او دا محصول کولی شي د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت، د تغذیې په ښه‌والي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم او بدلون‌راوړونکی رول ولوبوي.

یاد سازمان نن (یک‌شنبه، د سلواغې ۱۹مه) پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمهال د سویابین کرکېله په څرګند ډول زیاته شوې ده.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې کروندګرو ته د سویابین درې زره او ۲۰۰ بستې تخم او سره وېشلې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د FAO په وینا، د سویابین کرکېله د خاورې حاصل‌خېزي زیاتوي، د کرنیزو محصولاتو تنوع پیاوړې کوي او د پایدارو او د اقلیمي بدلونونو سره د برابر کرنیزو سیستمونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

سویابین چې د پروټین، ضروري غوړیو، فایبر، ویټامینونو او منرالونو بډایه سرچینه ده، د خوړو د ناامنۍ او شدیدې سوءتغذیې پر وړاندې یوه مغذي او اغېزمنه حل‌لاره بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام