Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان له وېسټ‌انډیز دویمه شل‌اوریزه لوبه هم وګټله

کرکټ 456

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ‌انډیز سره د دریو شل اوریزو لوبو دویمه لوبه کې د ٣٩ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

دغه لوبه تېره شپه په ٧ بجو د متحده عربي اماراتو دوبۍ کرکټ لوبغالي کې پیل او افغان لوبډلې د ۴ لوبغاړو په زیان ١٨٩ منډې وکړې.

سیالې لوبډلې ونه شو کولی ١٩٠ هدف پوره او ټوله لوبډله یې د ۱۵۰ منډو په جوړولو وسوځېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان د دغې لوبې په ګټلو سره لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د تېرې شپې لوبه کې مجیب ځدراڼ هټریک وکړ او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.

افغانستان لومړۍ لوبه هم د ٣٨ منډو په توپیر ګټلې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه لوبه به سبا د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام