Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان وېسټ‌انډیز ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه

615967472_1503278328468894_152705154542354362_n

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ‌انډیز سره د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د ٣٨ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

دغه لوبه تېره شپه د ماښام په ٧ بجو د متحده عربي اماراتو دوبۍ کرکټ لوبغالي کې پیل او افغان لوبډلې د ٣ لوبغاړو په زیان ١٨١ منډې وکړې.

سیالې لوبډلې ونه شو کولی ١٨٢ هدف پوره او ټوله لوبډله یې د ١٤٣ منډو په جوړولو وسوځېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د تېرې شپې لوبه کې تر ټولو ډېرې ٨٧ منډې ابراهیم ځدراڼ او توپ اچونه کې، ضیاالرحمان شریفي ٣ او مجیب ځدراڼ، راشدخان او  نوراحمد دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان او ویسټ‌انډیز ترمنځ دویمه لوبه به د را روانې چهارشنبې او درېیمه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام