د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر ایران د پوځي اقدام د ګواښونو تر کمېدو وروسته، نوموړي په وروستیو ساعتونو کې د ایران له حکوممت څخه د هغو اعدامونو د لغوه کېدو له امله مننه کړې چې د تېرې ورځې لپاره پلان شوي وو.
ټرمپ د جمعې پر ورځ د خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشیل» له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ۸۰۰ څخه د زیاتو پلان شویو اعدامونو د درولو له امله د ایران له حکومت مننه کوي.
ټرمپ زیاته کړې چې د دغو اعدامونو له لغوه کېدو وروسته یې ځان قانع کړی چې پر ایران برید ونه کړي.
په همدې حال کې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېتکاف ویلي چې له ایراني چارواکو سره یې د معترضانو د وژنو او ډلهییزو اعدامونو په اړه تماس نیولی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلي رسنۍ «اسراییل هیوم» د راپور له مخې، وېتکاف تایید کړې چې د ټرمپ په لارښوونه ایران ته مستقیم پیغام لېږل شوی او دا اقدامات درول شوي دي.
وېتکاف د دیپلوماټیک حل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د یورانیمو غني کول، توغندیز پروګرام او نیابتي ځواکونه هغه مهم مسایل دي چې باید حل شي.
بلخوا، د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې د هر ډول پوځي برید په صورت کې به د امریکا پوځي اډې او اسراییل په نښه کړي.