هرات کې د چرګانو یو شمېر فارملرونکي پاکستان سره د لارو له تړل کېدو او د ژمي را رسېدو له امله د چرګانو د بیو لوړېدو او د واکسین کمښت له ستونزو شکایت کوي او وایي چې دغه وضعیت د دوی فعالیتونه جدي ستونزو سره مخ کړي.
هرات کې د یوه فارم خاوند محمد اکبري وایي، ستونزې یې له هغه وخت راهیسې زیاتې شوي چې د پاکستان واردات بند شول.
هغه په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «موږ د غوښې چرګانو ۱۵ فارمونه لرو چې هر کال له هر فارم څخه شاوخوا ۲۰۰ زره چورګوړي ترلاسه کوو. له بدهمرغه د درملو په برخه کې له ایران او پاکستان څخه هرات ته مواد غیرقانوني رسیږي او کورنی تولید نهلرو، له همدې امله د واکسین او درملو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو.»
د هرات د گلران ولسوالۍ یو فارملرونکی بسمالله سروري وایي چې ۹۰ سلنه د هرات د مصرف چورګوړي له پاکستان څخه واردېدل او د دې پروسې د بندېدو له امله بازار له کړکېچ سره مخ شوی:
«چورګوړي له پاکستان څخه واردېږي، اوس چې پوله بنده ده، موږ هېڅ بدیل نلرو. په هرات کې یوازې ۱۰ سلنه چورګوړي تولیدېده او ۹۰ سلنه له پاکستان څخه واردېدل. هغه چورګوړي چې مخکې ۲۰ افغانۍ و، اوس ۸۰ افغانۍ ته رسېدلي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هرات کې بل فارملرونکی عبدالرحمان بارکزي د چورګوړو د بیو لوړوالی د عرضې د کمښت لامل بولي او وايي:
«ځکه چې پولې بندې وې او چورګوړي هرات ته نه وو راغلي، عرضه کمه او غوښتنه زیاته شوې، نو قیمتونه په طبیعي ډول لوړ شوي دي.»
د هرات د کرنې ریاست کې د چرګانو مدیریت مسوولان هم تاییدوي چې خصوصي فارمونه د واکسین، خوراک او نورو موادو په برخه کې ستونزو سره مخ او مرسته او همکارۍ ورسره نه کیږي.
د هرات د کرنې ریاست د چرګانو او کبانو څانګې مشر فهیم فایز وایي: «د خوراکي موادو او واکسین د وېش په برخه کې د فارملرونکو لپاره له ریاست څخه کومه مرسته نهکېږي، ځکه دغه فارمونه په خصوصي ډول فعالیت کوي. په ژمي کې، د تالار ګرمولو او د سون توکو د بیو لوړوالي په څېر ستونزو له امله، فارمونه لږ فعالیت کوي او تولید کمېږي.»
دې سره د هرات د غوښنو چرګانو د فارملرونکو اتحادیې مسوولان د دې وضعیت د مدیریت هڅې کوي.
د دې اتحادیې مرستیال حسین نظری وایي: «د هرات او نورو ولایتونو د فارملرونکو لپاره د چرګانو او چورګوړو کمښت ستونزه جدي ننګونه ګرځېدلې، خو بدیل لارې په پام کې نیول شوې دي او د چورګوړو تولید بهیر په تدریجي ډول عادي حالت ته راګرځي. احتمالاً په یوه یا دوو اونیو کې به وضعیت بیرته عادي شي.»
اخوا، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست د بیو د بدلون موضوع عادي بولي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت وایي: «اوس له ازبکستان او ترکیې هېوادونو د چورګوړو او واکسین واردات ترسره کېږي. د بیو پورته او ښکته کېدل عادي خبره ده. د بیو د بدلون یو له اصلي دلیلونو څخه د نورو هېوادونو سره د نوو قراردادونو تړل دي. معمولا په پیل کې بیې لوړې وي او لږ وخت نیسي چې بازار یو څه ثبات پیدا کړي.»
د چارواکو په وینا، دامهال هرات ښار او ولسوالیو کې ۱۳۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي، خو فارملرونکي خبرداری ورکوي چې که د وارداتو، درملو برابرولو او د مسوولو بنسټونو ملاتړ ښه نهشي، د ژمي په موسم کې به د دوی فعالیتونه لا ستونزمن شي.