د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي پای ته ورسېدې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیمزي، سلاموطندار ته وویل، یادې سیالي د ولایت په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ تنظیم شوې وې چې نږدې دوه اوونۍ یې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو سیالیو پایلوبې ته د خراسان FC او د لوګر ځوانانو لوبډلې لار موندلې وه چې په پای کې خراسان FC وتوانېد، خپله سیاله لوبډله ماته کړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي همدارنګه وویل، د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول او د هغوی د ظرفیت لوړول وو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې هم ورته د فوټسال سیالۍ ترسره شوې وې.