Asset 1SWN

سلام وطندار

فراه او هرات کې سېلابونه؛ زیانمن شوي مرستو ته اړتیا لري

AFP__20240505__34QQ3JV-low-res-1-scaled

په فراه او هرات کې د وروستيو سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنيزې ځمکې، هستوګنيز کورونه او بنسټيز تاسيسات زيانمن شوي او ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)نن دوشنبه، جنورۍ پنځمه/ مرغومې ۱۵مه، اعلان کړی چې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو ټيمونه، د خپلو همکارو بنسټونو په همغږۍ، سېلاب‌ځپلو سيمو ته لېږدول شوي، څو د زيانمنو شويو خلکو اړتياوې وارزوي او بېړنۍ مرستې ورسوي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، تراوسه د سېلابونو له امله اغېزمنو شويو ۱۴۰ کورنيو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې، خو لاهم ډېری کورنۍ بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپورونه ښيي چې سېلابونو په يوشمېر ولسواليو کې ځاني تلفات هم لرلي دي. د زيانمنو شويو خلکو تر ټولو مهمې اړتياوې خواړه، د څښاک پاکې اوبه، لنډمهاله سرپناه او روغتيايي خدمتونه بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا سړېدل او پرله‌پسې ورښتونو د هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړي ډول په هرات کې، هغه کورنۍ له جدي ننګونو سره مخ کړي چې مناسبې سرپناه ته لاسرسی نه‌لري او د ژمي سختو شرايطو ته چمتو نه‌دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام