Asset 1SWN

سلام وطندار

اوچا: افغانان اوبو ته سخته اړتیا لري

اوبه اړتیا اوچا

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، افغانان اوبو ته جدي اړتیا لري.

دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې پرلپسې وچکالۍ د دغه هېواد د وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی.

اوچا زیاته کړې چې خپلو شریکانو سره هغو سیمو ته د پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په حال کې دي چې اړتیا په کې ډېره ده.

دې وروستیو کلونو کې افغانستان کې وچکالۍ د څښاک اوبو ته د هېوادوالو په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لاسرسی محدود کړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو، اقلیمي بدلونونه هر کال څه باندې ۲سوه زره افغانان متاثره کوي.

د یادونې ده چې له اقلیمي بدلونونو څخه د افغانستان زیانمنېدو کچه لوړه ده او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري د وړاندې شوو شمېرو پر بنسټ، له دغه بحران سره د مبارزې لپاره ۲۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام