د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا د کندهار د سپینبولدک ولسوالي پر لور بریدونه کړي دي.
مجاهد بېګاه شپه ناوخته پر خپله ایکسپاڼ لیکلي چې د پاکستان له لوري د بریدونو په ځواب کې د اسلامي امارت ځواکونو هم غبرګون ښودلی دی.
هغه ویلي: «له بدهمرغه نن شپه د پاکستان له لوري یو ځل بیا د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې بریدونه شوي چې د اسلامي امارت ځواکونو هم مجبوراً غبرګون ښودلی دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت ویاند د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له ترکیې څخه د امارت اسلامي او پاکستاني پلاوو د خبرو تر درېدلو وروسته، دا دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان د خاورې پر برخو بریدونه کوي.
پاکستان د لیندۍ په څلورمه هم د خوست، کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو چې په پایله کې، د چارواکو په وینا، ۱۰ کسان وژل شوي وو چې نُه یې ماشومان وو او څلور نور یې ټپیان شوي وو.