Asset 1SWN

ملګري ملتونه: افغانستان د ویجاړونکې وچکالۍ لومه کې ایسار دی

Drought-in-Afghanistan-revpsj71ad4gractaeyq0kx7u2nl7n02hthjdl1760

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د افغانستان د برخې مسوولانو اعلان کړی چې افغانستان د سختې او ویجاړونکې وچکالۍ سره مخ دی.

دې ادارې نن سه‌شنبه، د لړم ۲۷مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې پرله‌پسې وچکالۍ د هېواد د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د خوړو او کرنې سازمان همداراز ویلي چې دغه اداره کروندګرو ته د ژغورنې تر عنوان لاندې مرستې برابرې کړي، څو هغوی وکولای شي، له بدو اقلیمي شرایطو سره مقابله وکړي او د خپل معیشت د ساتنې توان ولري.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو پراختیايي پروګرامUNDP  ویلي و چې د اقلیم بدلون هرکال له ۲۰۰زرو ډېر افغانان اغېزمن کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان د اقلیم او چاپېریال د برخې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، هېواد د اقلیم بدلون پروړاندې له خورا لوړې کچې زیان‌‌ سره مخ دی او د دې بحران د مهار لپاره نږدې ۲۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

کارپوهان خبرداری ورکوي که نړیواله مرسته چټکه او دوامداره نه‌شي، نو د وچکالۍ او اقلیمي بدلون اغېزې به د ملي اقتصاد، کرنې او د خلکو د ژوند پر ټولو برخو لا ډېر ویجاړونکی سیوری وغوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام