Asset 1SWN

د فوټسال ۱۷کلنه ملي لوبډله پکتيا ته تللې

139235d9-4fa8-4b5a-934d-efd6d67a9656

د افغانستان د فوټسال ۱۷کلنې ملي لوبډلې لوبغاړي پکتيا ته تللي او د مرکز ګردېز ښار مرکزي څلور لارې کې د ولسي خلکو د پراخ هرکلي او تشويق سره مخ شوي دي.

د فوټسال ملي لوبډلې يوه لوبغاړي علي رضا وويل چې د ولس او خلکو له‌خوا د دوی تشويق ورته ډېره روحيه ورکړې ده.

هغه وويل چې د ولس او حکومتي چارواکو دا ډول تشويق به وکولای شي، دوی په راتلونکو نورو لوبو کې برياوې وطن ته راوړي.

د ۱۷کلنو فوټسال ملي لوبډلې د لوبغاړو په وینا، ورزش د قومونو او خلکو د يووالي ښه وسيله ده او زیاته یې کړه چې افغانان يو ملت دی او هيڅکله به په ډلو او سمتونو ونه ويشل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت د پکتيا يوشمېر اوسيدونکي چې د لوبغاړو هرکلي ته راغلي وو، وويل، پر دې خوښ دي چې د فوټسال لوبډله له بریا وروسته پکتيا ته راځي.

د پکتيا يوه اوسېدونکي عمران وويل چې د لوبغاړو دا ډول تشويق لوبغاړو ته روحيه ورکوي او د خلکو ترمنځ د يووالي پيغام خپروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام