ناور دښته د افغانستان د پنځو مهمو ایکولوژیکي سیمو څخه یوه ده چې یو وخت د نادرو مرغانو په ځانګړې توګه د فلامینګونو او یوشمېر سایبریايي الوتونکو لپاره خوندي هسوګنځای و، خو په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالیو او اقلیمي بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ شوې ده.
د ناور ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي د باران کمښت د لمدو ځمکو د وچېدو او د څړځایونو د لهمنځه تلو لامل شوی دی.
د دې ولسوالي دوه اوسېدونکي علي ناصر او سخی داد سعادت سلاموطندار ته وویل په دې سیمه کې د کډوالو مرغانو تګراتګ د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کم شوی دی. دوي له مسوولو حکومتي ادارو او همکارو بنسټونو د دې مهمې ایکولوژیکي سیمې د ساتنې لپاره د اقدام غوښتنه کوي.
علي ناصر وايي: «په دې کلونو کې اوبه کمې شوي دي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، للمي ځمکې هېڅ حاصل نه ورکوي، باران نه و، سږ کال واښه وچ شوي دي، اوبه نشته. له هغه وخته چې اسلامي امارت بېرته واک ترلاسه کړی، ښکار منع شوی دی، مرغان راځي خو ډېر کم، ځکه وچکالي ده.»
سخيداد هم وویل: «د مرغانو شمېر چې پخوا ډېر وو، اوس په ډېرو غرنیو او هوارو سیمو کې د اوبو د نشتوالي له امله کم شوی دی. زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې که د ناهور میدان ته، چې یوه خوندي سیمه ده ډېره پاملرنه وشي او د هغې د ساتنې لپاره دیوال جوړ شي، نو دا به ډېر ښه وي.»
د ناور دښته د مخکیني حکومت پر مهال خوندي سیمه اعلان شوه. د غزني د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکو سلام وطندار ته وویل دا پریکړه لاهم د اسلامي امارت پر مهال نافذه ده او دا اداره د نادره الوتونکو د ښکار مخنیوي او د دې دښتې د چاپیریال ساتنې لپاره ځانګړي پلانونه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه اړیکو مدیر حکمت الله مهران وايي: «اوس مهال دا سیمه د قانون او مقرراتو له مخې خوندي ده. موږ یې څارنه کوو، د مرکزي ادارې د لارښوونې پر بنسټ دا سیمه د نادرو او د ورکیدو له ګواښ سره مخ مرغانو د شتون له امله تر ساتنې لاندې ده. تر دې دمه په ناور ولسوالي کې د الوتونکو د غیرقانوني ښکار په تور څو ځله کسان نیول شوي دي.»
خو په عین حال کې مهران د لمدو ځمکو د اوبو د کچې د کمښت او د نادرو مرغانو په شمېر کې له کمښت خبر ورکوي، او زیاتوي دوامداره وچکالي کولی شي د دې نادرو الوتونکو شته نمونې هم ورکې کړي.
نوموړی وايي: «د دې سیمې د برښنا د تولید لپاره یو بند جوړ شوی او د اوبو لاره یې بدله کړې ده. پخوا به اوبه له همدې لارې ځمکو ته رسیدلې، خو اوس دا لاره بنده شوې ده. بل دلیل دادی چې موسمي بارانونه کم شوي دي. که دا وضعیت دوام ومومي، نو په دې سیمه کې د نادرو مرغانو د ورکېدو احتمال شته.»
په ورته وخت کې د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي ناهور دښته په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله سخته اغیزمنه شوې ده.
دوی زیاتوي کرنې ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په همکارۍ د ناور دښتې د ساتنې لپاره ځینې پروګرامونه پلي کړي دي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نباتاتو ساتنې عمومي مدیر محمدذکریا هوتک وايي: «پرلهپسې وچکالیو په غزني کې منفي اغیزې پر ځای پرایښې دي، د ناور ولسوالي څړځایونه زیانمن شوي دي. کرنې ریاست د دې څړځایونو له ویجاړۍ څخه د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي چې خلکو ته عامه پوهاوی شوی، پر ځینو سیمو کټارې را تاو شوي دي او په دې ولسوالۍ کې د نمایشي جوړول په کې شامل دي.»
د ویلو ده چې ناور دښته یوه له هغو خوندي سیمو څخه ده چې په سیمه ییزه کچه ځانګړی ایکولوژیکي اهمیت لري.
څو کاله دمخه دا دښته په پسرلي کې د نادرو او مهاجرو الوتونکو د هستوګنې ځای ګڼل کیده، خو اوس د اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالۍ له امله دا طبیعي میراث د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.