پکتيا کې لسګونه ولسي وګړي د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو په ملاتړ او په افغان خاوره د پاکستان د تېرې غندنې په موخه واټونو ته راوتلي.
د پکتيا يو تن اوسيدونکي تحصيل خان وويل، په افغان خاوره د پاکستان بريدونه غندي او په پاکستاني پوځيانو د اسلامي امارت غچاخیستونکي بریدونه د افغان ځواکونو حق وو.
د پکتيا بل اوسيدونکي جهاني خواني وويل، افغان ولس او حکومت نه غواړي له خاورې يې بل چا ته کوم خطر متوجه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، پاکستان د ټولو اصولو خلاف په افغان خاوره بريدونه کوي او خبرداری يې ورکړ که بيا په افغان خاوره بريد وشي ټول خلک به بيا هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي.
هغه زياته کړه چې افغان ولس د کرښې کوزې غاړې ته هم پراته دي او له هغوئ يې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ د غلطو پاليسيو ښکار نشي.
د يادونې ده چې د اسلامي امارت پوځ وړمه شپه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوځيانو غچ اخيستونکي بريدونه کړي دي.