Asset 1SWN

د هرات له زندانه ۱۶۰ بندیان خوشې شول

IMG-20251008-WA0025

د هرات د زندان مسوولان وايي، د اوسني حکومت د مشر د فرمان پربنسټ، نن چهارشنبه د تلې ۱۶مه، ۱۶۰ بندیان له دغه زندان څخه خوشې شوې دي.

د هرات د محبس عمومي رئیس شراف‌الدین مخلص وایي، خوشې شویو بندیانو کې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي.

د ده په وینا، د دغو بندیانو د خوشې کولو بهیر د هرات د استیناف محکمې د رییس او د جزا د دیوان د مشر په مشرۍ د یوې رسمي کمېټې په حضور کې ترسره شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مخلص زیاته کړه چې دامهال له درې زرو زیات بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور د هرات په محبس کې بندیان دي او ورته د دیني او عصري زده‌کړو ترڅنګ د بېلابېلو مسلکي مهارتونو د زده‌کړې زمینه هم برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام