Asset 1SWN

اردوغان: اسراییل غزه کې هر ساعت یو ماشوم وژني

اردوغان-pc8eiidybry5k6p803l25fq8rhn9cl2ge35cz12hs8

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني او په غزه کې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.

اردوغان یادې غونډې ته وویل: «له ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې فلسطین یې په رسمیت پېژندلی دی. هغه هېوادونه چې لا یې دا کار نه‌دی کړی، باید ژر تر ژره دغه پرېکړه وکړي.»

هغه ټینګار وکړ چې د ملګروملتونو اصلي هدف د نړیوالې سولې او امنیت ساتل دي، خو د ده په خبره، په غزه کې له ۷۰۰ ورځو راهیسې نسل‌‌وژنه روانه ده او اوس هم د ملګروملتونو د غونډې ترڅنګ د غیرنظامیانو ډله‌ییزه وژنه دوام لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اردوغان زیاته کړه: «د غزې د قربانیانو شمېر له ۶۵زرو اوښتی او اسرائیل له ۲۳ میاشتو راهیسې هر ساعت یو ماشوم وژني.»

اردوغان په خپلو خبرو کې د اسراییلو د جګړې غوښتنې او د انساني ناورین د رامنځته کولو پر وړاندې توندې نیوکې وکړې او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د فلسطین له خلکو ملاتړ وکړي.

هغه همدارنګه د سوریې د ثبات او امنیت د ټینګېدو ملاتړ وکړ او د خلیجي هېوادونو د همکارۍ او مرستو څخه یې مننه وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام