Asset 1SWN

اسلامي امارت د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې غونډه کړې

ارګ ۲۲

اسلامي امارت هېواد کې د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو مخنیوي طرحې د ارزونې غونډه ترسره کړه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ټرانسپورت او هوایي چلند، کورنیو چارو، ټولګټو او د عامې روغتیا وزارتونو، د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست او د نورو ادارو د مسوولانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه کې ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکي نښو پر لګولو، ګولایانو کې د هندارو په نصبولو، لویو لارو کې د کرښو په ایستلو، د نقلیه وسایطو په تخنیکي معاینې او موټر چلوونکو د روغتیایي او خوندیتوب کارټونو په وېشلو هر اړخیزې خبرې او بحثونه شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حمدالله فطرت زیاته کړې چې یاده غونډه کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه اړینې پرېکړې نیول شوي دي.

دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې هېواد کې د ټرافیکو پېښو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.

یوازې تیره ورځ فاریاب کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۶ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکو نښو او لوحو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو تېز سرعت او په ټوله کې د ټرافیکي اصولو په پام کې نه نیول، هېواد کې د ټرافیکو پېښو د زیاتوالي مهم لاملونه بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام