Asset 1SWN

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

یبیبیب

د غور امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې په یو بل عملیات کې یو قاچاق‌وړونکي چې غوښتل یې د اېف‌‌سازۍ فابریکو لپاره مواد له کابل څخه غور ته انتقال کړي، د کابل – غور پر لویه لاره نیول شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مولوي بدري وویل: «دغه کس هڅه درلوده چې ۱۲۰ بوجۍ چونه، ۱۵۰ بوجۍ سود او ۱۵ بوشکې اکسل چې په درې ټنه ډبرو سکرو سره، په کامازموټر کې پټ کړي وو، له کابل څخه غور ته انتقال کړي. هغه د دولت‌یار ولسوالي د شینیه پوستې په سیمه کې د پولیسو د کشفي ځواکونو له‌خوا ونیول شو.»

د غور امنیتي چارواکي وايي چې ټول نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې دي او د دوسیو بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام