د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره شپه د هېواد په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په تړاو افغانانو سره د پیوستون اعلان کړی.
هغه نن (دوشنبه، سنبله ۱۰) پر اېکسپاڼه لیکلي: «افغانستان کې د زلزلې قربانیانو ته تسلیت وړاندې کوم او د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا غوښتونکی یم.»
انتونیو ګوترش ټینګار کړی چې د دغه سازمان مرستهرسوونکي ټیمونه چمتو دي او زلزله ځپلو سیمو کې اړمنو ته د مرستو لپاره هر ډول هڅې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، کونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۷۰۰ او د ټپیانو تر ۱۵۰۰ اوښتی دی.
چارواکو ټينګار کړی چې لا هم ګڼ کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دي او ښايي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.
د یادونې ده چې تېره شپه د رېښتر په کچه ۶.۲ زلزلې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې هېوادوالو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.